د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت خپل (۱۰) بابه درملتونونه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، د نافذه قوانینو په رڼا کې د آفر په تړلې بڼې سره په اجاره ورکوي.
۱- تخار ولایت، د ولایتي روغتون (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون
۲- تخار ولایت، د رستاق ولسوالۍ (۲مه) شمېره امارتي درملتون
۳- غور ولایت، د لعل او سرجنګل ولسوالۍ (۲مه) شمېره امارتي درملتون
۴- دایکندي ولایت، د ولایتي روغتون سره نږدې (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون
۵- فراه ولایت، د ښار بازار (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون
۶- سرپل ولایت، د ولایتي روغتون (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون
۷- سرپل ولایت، د سانچارک ولسوالۍ (۲مه) شمېره امارتي درملتون
۸- جوزجان ولایت، د آقچې ولسوالۍ (۲مه) شمېره امارتي درملتون
۹- فاریاب ولایت، د صنایع چوک سره نږدې (۳مه) شمېره امارتي درملتون
۱۰- بدخشان ولایت، د بهارک ولسوالۍ (۳مه) شمېره امارتي درملتون
ټول حقیقي، حکمي اشخاص او سهم لرونکي شرکتونه چې د یادو امارتي درملتونونو په اجاره نیولو لېوالتیا لري، کولای شي یاده شرطپاڼه د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د سوداګریزو چارو ریاست د خرڅلاو له آمریت څخه ترلاسه کړي.
د درملتونونو د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۴/۲۴ نېټې، سه شنبې ورځ د سهار ۹:۰۰ بجې د یاد امارتي شرکت په ودانۍ کې جوړېږي.
یادونه: تضمین له مقرراتو او مادو سره سم اخیستل کېږي او د فاریاب ولایت (۳مه) شمېره درملتون په شخصي ساحه کې فعالیت لري، چې په داوطلبۍ کې یې یوازې امتیاز په اجاره ورکول کېږي.
پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دوشمشېره ـ کابل