د امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته ترسره شوه
د امارتي شرکتونو د لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د څار پلاوي ناسته کې، هر یو د مالیې وزیر، حاجي ملا محمد ناصر آخند، د کانونو او پټرولیم وزیر، الحاج ملا هدایت الله بدري او د افغانستان بانک رئیس، ملا نور احمد آغا ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې، چين هېواد ته د ملي پراختیا امارتي شرکت پلاوي د سفر موضوع سربېره، د یاد امارتي شرکت پر ځینو نورو موضوعاتو او همدارنګه ترکیې جمهوریت ته د ګډ تخنیکي ټیم د سفر د راپور په اړه هم مفصلې خبرې ترسره شوې.
همداراز د افسوټر، د غوښو او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) او د ملي بس امارتي شرکتونو ځینې موضوعات هم تر بحث لاندې ونیول شول.
د غونډې په پای کې د تخنیکي کمېټې د وړاندیزونو او متفرقه موضوعاتو په اړه تر بحث وروسته، یو لړ پرېکړې هم ترسره شوې.