د امارتي شرکتونو لوی ریاست خالي بستونو لپاره له لسګونو تنو څخه ازموینه واخیستل شوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس، مولوي سعیدالرحمن مظهري او د اړوندې کمېټې د غړو په حضور کې، له لسګونو تنو ګډونوالو څخه د امارتي شرکتونو لوی ریاست د خالي بستونو لپاره، د رقابتي ازموینې پروسه ترسره شوه.
په دې پروسه کې د ګډون لپاره ۳۷ تنه پر شرايطو برابر کسان پېژندل شوي وو، چې له ډلې څخه یې ۲۲ تنه حاضر او په بېلابېلو برخو کې ترې ازموینه واخیستل شوه.
د یادونې وړ ده چې د ازموینې د پایلو له اعلان وروسته به د لوړو نمرو ترلاسه کوونکو ترمنځ د مرکې او شفاهي ازموینې پړاو هم ترسره شي.