د امارتي شرکتونو لوی ریاست اداري غونډه ترسره شوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې مرستیال، مولوي محمودشاه زاهد په مشرۍ د امارتي شرکتونو لوی ریاست د اړوندو رئیسانو ترمنځ اداري ناسته وشوه.
په یاده غونډه کې د ټرانسپورت او وسایطو، د DMS سیستم د صادرې او واردې، د اساسنامو، د ۱۴۰۵ لمریز کال د لومړۍ ربعې د لګښت او یو شمېر نورو متفرقه اداري موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو.
په پای کې ګډونوالو د چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او اغېزمنتیا په موخه خپل نظریات وړاندې کړل او د غوره او منظمو چارو په ترسراوي یې ټینګار وکړ.