د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مزایدې خبرتیا!
1405/4/18 00:00
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت خپل (۲۰۰۰۰۰ دوه سوه زره) کیلو محلوچ پنبه د آزادې مزایدې له لارې پلوري. 

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې د یاد تړون ترسره کولو لېوالتیا او غوښتنه لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه له ۱۴۰۵/۰۴/۱۵ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۰۴/۰۵ نېټې پورې، د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د خرڅلاو مدیریت ته وسپاري.   

یادونه: غوښتونکي دې په ۱۴۰۵/۰۵/۰۵ نېټه، د یکشنبې ورځ د سهار ۱۰:۰۰ بجې د مزایدې غونډې ته حاضر شي؛ تضمین د شرطپاڼې له کتلو وروسته اخیستل کېږي.

پته: د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت، لښکرګاه ښار، لومړۍ ناحیه ـ هلمند