د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/4/18 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري ترڅو یو باب هنګر خپل ملکیت، چې د کابل ښار، پلچرخي پکتیا کوټ سیمه کې د سپین غر د غوړیو فابریکې ترڅنګ موقعیت لري، په میاشتني ډول (۱۲۲,۵۰۰، یو سل دوه ویشت زره او پنځه سوه) افغانیو باندې په کرایه ورکړي.

هغه اشخاص او شرکتونه چې پر شرایطو برابر وي، یاد جایداد ته اړتیا او د لوړې کرایې ورکولو وړتیا ولري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۰) ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د ارزاقو امارتي شرکت د املاکو آمریت ته وسپاري؛  خپله دې د داوطلبۍ په ټاکل شوې ورځ حاضر شي.

یادونه: غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه کړي؛ تضمین په نغدي ډول اخیستل کېږي.

پته: د ارزاقو امارتي شرکت، د مرکزي سیلو ترڅنګ ـ کابل

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۵۱۰۶۴۹