د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/4/20 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا! 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت، ټولو پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، ترڅو د دې شرکت د اړتیا وړ د چاپ رنګونو مکس لپاره د ځانکړي ماشین پروژې په داوطلبۍ کې، چې تشخیصیه شمېره یې (AHSP/1405/NCB/G-101) ده، ګډون وکړي. 

غوښتونکي دې خپل غوښتنلیکونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له قانون سره سم په تړلې بڼه، د ۱۴۰۵ هـ ل کال د زمري میاشتې تر ۱۰ مې نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته وسپاري. 

د یادې پروژې د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵ هـ ل کال د زمري میاشتې په ۱۰مه نېټه، د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت د غونډو په تالار کې جوړېږي. 

يادونه: ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي؛ غوښتونکي کولای شي شرطپاڼه د (NDA) یا د معلوماتو د نه افشاء تړون تر لاسلیک وروسته د فلش ډېسک او یا هم د برېښنالیک له لارې د تدارکاتو آمریت څخه تر لاسه کړي. 

پته: د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت، اوومه ناحیه، د چهلستون عمومي سړک، د جنګلک پخوانۍ فابریکه – کابل