د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت خپل تولیدات د مولانا جلال الدین بلخي نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مولانا جلالالدین بلخي درېیم ملي او نړیوال نندارتون کې خپل معیاري تولیدات، په ځانګړي ډول د زیتون خالص تېل او د زیتون اچار، په ځانګړي تخفیف د پلور او نندارې لپاره وړاندې کړل.
د مولانا جلال الدین بلخي درېیم ملي او نړیوال درې ورځنی نندارتون د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې جوړ شوی، د کورنیو شرکتونو سربېره، بهرنیو شرکتونو هم خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت خپل تولیدات د صنعت او معدن اونۍ پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې نندارې وړاندې کړي وو، چې د هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شول.