د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/4/20 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هوټلونو امارتي شرکت اړوند سپین غر هوټل په پام کې لري چې (۲۸۲) متر مربع مازاده سپينه ځمکه چې د جلال آباد ښار په لومړی ناحیه کې موقعیت لري، د قانوني اصولو او منظور شوې شرطپاڼې له مخې د آزادې داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکړي.

ټول هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې د یادې ځمکې په اجاره نیولو لېوالتیا لري، کولای شي چې شرطپاڼه د هوټلونو امارتي شرکت د تدارکاتو عمومي مدیریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفر په تړل شوې بڼه د خبرتیا له خپرېدو څخه تر ۲۱ ورځو پورې د هوټلونو امارتي شرکت د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري.

د داوطلبۍ غونډه د ۱۴۰۵/۵/۴ نېټې، د یکشنبې په ورځ جوړېږي؛ همدارنګه د افر تضمین ( ۵۵۸۰۰ پنځه پنځوس زره او اته سوه) افغانۍ په نغدي او یا هم د بانکي تضمین په بڼه اخیستل کېږي.

یادونه: ناوخته رسېدلي او یا نیمګړي افرونه د منلو وړ نه دي.

پته: د هوټلونو امارتي شرکت، درېیمه کارته، اوومه کوڅه، ۳۰مه شمېره کور ـ کابل 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
 ۰۷۰۵۰۵۴۸۰۱