د بلخ د پنبې او نباتي غوړيو امارتي شرکت مسؤولینو له ایراني لوري سره خبرې وکړې
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د بلخ د پنبې او نباتي غوړيو امارتي شرکت مالي او اداري رئیس او کفیل، مولوي آدم خان یوسفزي، د عملیاتي چارو رئیس، محمد صدیق براتي او د باختر غوړیو د تولید فابریکې آمر نور احمد یادګار، د ایران اسلامي جمهوریت د کاري چاپېریال د روغتیا د دفتر له عمومي رئیس، ډاکټر صادق نیت سره آنلاین غونډه وکړه.
په دې آنلاین غونډه کې د تولیدي ظرفیت، د تولیدېدونکو محصولاتو د ډولونو او د نباتي غوړیو د تولیدي کرښې د څرنګوالي په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره او د نظرونو تبادله وشوه.