د امارتي شرکتونو لوي ریاست
ننګرهار ولایت کې پر ۲۸ جریبه ځمکه یو معیاري مسلخ جوړېږي
1404/11/14 00:00
Mumtaz خبرونه
ننګرهار ولایت کې پر ۲۸ جریبه ځمکه یو معیاري مسلخ جوړېږي د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، سید محمد نعیم محمدي او د غوښو او لبنیاتو برابرولو امارتي شرکت رئیس، قاري رحمت الله عباس ترمنځ د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت پر ځمکه باندې د معیاري او عصري مسلخ د جوړېدو هوکړه لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه لیک له مخې به، د هډې فارم آمريت اړوند په دویم بلاک کې، پر ۱۸مه غيرکرنیزه نمره، ۲۸ جریبه ځمکه باندې به معیاري او عصري مسلخ جوړ شي. د یاد شرکت مسؤولين وايي، په دغه مسلخ کې به روغ څاروي د مسلکي ډاکټرانو تر څارنې لاندې ذبحه کېږي او هېوادوالو ته به د شرعي اصولو، پوره نظم، د روغتيايي معيارونو او عصري تخنيکونو په بشپړ رعايت سره عرضه کوي. د یادونې وړ ده چې د دغه مسلخ په جوړېدو سره به د غوښې په کیفیت، د عامې روغتیا په پیاوړتیا، د کرنیز سکټور او ملي اقتصاد په وده کې رغنده رول ولوبوي.