د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس، د ترکش او ډاینک شرکت له مسؤولینو سره ولیدل
1405/4/21 00:00
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس، د ترکش او ډاینک شرکت له مسؤولینو سره ولیدل

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس، مولوي سعیدالرحمن مظهري، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د ترکش او ډاینک شرکت له مسؤولینو سره ولیدل او د ګډو همکاریو پر فرصتونو یې خبرې وکړې.

د لیدنې په پیل کې د ترکش او ډاینک شرکت مسؤولینو د یاد شرکت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې غواړي په افغانستان کې د روغتیا، ساختماني چارو او انرژۍ په برخو کې پانګونې وکړي.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس، مولوي سعیدالرحمن مظهري د دغه شرکت مسؤولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې افغانستان او ترکیه د دیني، تاریخي او کلتوري مشترکاتو له مخې نږدې اړیکې لري او دا ګډ ارزښتونه د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مناسب بنسټ برابروي.

ښاغلي مظهري زیاته کړه چې د امارتي شرکتونو په چوکاټ کې د پانګونې ګڼ فرصتونه موجود دي او د امارتي شرکتونو لوی ریاست رهبري په اړوندو برخو کې د هر راز پانګونې لپاره د زمینې برابرولو ته چمتو ده. 

د غونډې په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونې او د اړیکو لا پیاوړتیا پر دوام ټینګار وکړ.