د ایران د سفیر مرستیال د افغان پُست امارتي شرکت له مسؤولینو سره ولیدل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان پُست امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي رحمت الله مکي، مرستیالانو او اړوندو رئیسانو د په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال، محسن افراسیابی سره ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د پُستي همکاریو د پراختیا، د ګډو فعالیتونو پیاوړتیا، د پُستي خدمتونو د لا پراخېدو او د متقابلو اړیکو د لا ښه والي په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
همدارنګه دواړو خواوو د پُستي سکټور د لا پرمختګ او د ګډو همکاریو د دوام او پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او په راتلونکي کې یې د لا نږدې همغږۍ او همکارۍ لپاره خپله ژمنتیا څرګنده کړه.
د لیدنې په پای کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال د افغان پُست امارتي شرکت د مرکزي پُست خونې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د وړاندې کېدونکو پُستي خدمتونو، آسانتیاوو او کاري بهیر په اړه ورته اړین معلومات وړاندې شول.