د امارتي شرکتونو لوی ریاست د تخنیکي کمېټې ناسته وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس، مولوي سعید الرحمن مظهري په مشرۍ، د تخنیکي کمېټې ناسته د اړوندو غړو، تخنیکي متخصصینو او د بېلابېلو امارتي شرکتونو استازو په شتون کې ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د کندز سپین زر امارتي شرکت د ۱۴۰۵ لمریز کال د مالي، سوداګریز او تدارکاتي د پلان پر موضوع او په کندز ولایت کې د استوګنیز سوداګریز ښارګوټي پر طرحه هر اړخیز بحث وشو.
همداراز د افغانستان برېښنا، افغان پُست او د کندهار نخي نساجۍ امارتي شرکتونو پر ځینو موضوعاتو مفصلې خبرې وشوې.
د غونډې په پای کې د استراس امارتي شرکت اړوند موضوع سربېره، پر یو لړ متفرقه موضوعاتو هم بحثونه ترسره شول.