د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/4/22 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت د ۵ قلمه پریبور د تدارک پروسه، د داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپاري.

پر شرایطو برابر کسان چې غواړي د داوطلبۍ په غونډه کې ګډون وکړي، کولای شي د شرطپاڼې چاپ شوې کاپي او خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، د ۱۴۰۵/۰۵/۱ نېټې، پنجشنبې ورځې تر ۱۱:۳۰ بجو پورې، د یاد امارتي شرکت د تدارکاتو او اجناسو له آمریت څخه ترلاسه کړي.

د داوطلبۍ غونډه د ۱۴۰۵/۰۵/۰۳ نېټې د چهارشنبې ورځې د سهار ۱۰:۰۰ بجې د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت د تدارکاتو په آمریت کې جوړېږي.

یادونه: ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

پته: د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت، د امام بکري پل، دهدادي ولسوالۍ ـ بلخ

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۰۱۳۸۵۰۱۱