د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/4/22 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د انټرکانټیننټال هوټل امارتي شرکت ټولو پر شرایطو برابرو غوښتونکوته بلنه ورکوي ترڅو د (۱۴۷) قلمه خوراکي توکو چې کوډ شمېره یې (HIK-1405-NCB-01) ده، د (۲۶) قلمه تازه مېوې چې کوډ شمېره یې (HIK-1405-NCB-05) ده، د (۴۲) قلمه ترکاري چې کوډ شمېره یې (HIK-1405-NCB-06) ده، د (۶۶) قلمه مینځونکو توکو چې کوډ شمېره یې (HIK-1405-NCB-09) ده او د (۵۶) قلمه قرطاسیې چې کوډ شمېره یې (HIK-1405-NCB-10) ده، ګډون وکړي.

غوښتونکي کولای شي اړونده شرطپاڼه د انټرکانټیننټال هوټل امارتي شرکت د تدارکاتو آمریت څخه د فلش ډېسک له لارې ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له قانون او احکامو سره سم، د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۲) کاري ورځو پورې په تړلي بڼه، د انټرکانټیننټال هوټل امارتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته وسپاري او خپله دې د داوطلبۍ په غونډه کې حاضر شي.

د یادو شویو پروژو د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۵/۵ نېټې، سه شنبې ورځې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو جوړېږي.

یادونه: ناوخته رسېدلي غوښتلیکونه د منلو وړ نه دي، همدارنګه د پروژو تضمین په لاندې ډول دی:
۱- لومړۍ پروژه (۱۱۲۰۰۰، یو سلو او دولس زره) افغانۍ.
۲- دویمه پروژه (۴۴۰۰۰ څلور څلوېښت زره) افغانۍ.
۳- درېیمه پروژه ( ۳۸۰۰۰، اته دېرش زره) افغانۍ.
۴- څلورمه پروژه (۵۲۰۰۰، دوه پنځوس زره) افغانۍ.
۵- پنځمه پروژه ( ۱۰۰۰۰، لس زره) افغانۍ.

پته: د انټرکانټیننټال هوټل امارتي شرکت، د باغ بالا سړک ـ کابل

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۵۶۲۰۷۲ – ۰۷۸۸۴۴۱۸۱۹