د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/4/23 00:00
خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی رياست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت ټولو پر شرايطو برابرو شرکتونو او مؤسسو ته خبر ورکوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال پلان له مخې د کرنیزو درملو د تهیه او تدارکاتو تړون چې تشخیصیه شمېره یې (NVAEC/1405/NCB/G-1998) ده، د آزادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپاري.

هغه شرکتونه او مؤسسې چې د یاد تړون ترسره کولو لېوالتیا لري، کولای شي د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۱ کاري ورځو پورې، د شرطپاڼې او آفر د ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیک د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د تدارکاتو لوی مدیریت ته وسپاري.

پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سرخرود ولسوالۍ دوه سړکه ـ ننګرهار