د انټرکانټیننټال هوټل امارتي شرکت او روشن مخابراتي شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د انټرکانټیننټال هوټل امارتي شرکت او د روشن مخابراتي خدمتونو شرکت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د خدمتونو د کیفیت لوړولو او د ګډو ظرفیتونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.
دغه هوکړهلیک د دواړو لوریو ګډه ژمنتیا څرګندوي چې رغنده همکارۍ به پراخې کړي، مسلکي اړیکې پیاوړې کوي او خپلو مراجعینو او مېلمنو ته به لا غوره او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې دغه همکاري به د دواړو لوریو لپاره د ارزښتناکو لاسته راوړنو او د چوپړتیاوو د لا پراختیا لامل وګرځي.