د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د‎ امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته ترسره شوه
1405/4/23 00:00
خبرونه

د‎ امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته ترسره شوه

د امارتي شرکتونو د لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د څار پلاوي ناسته کې، هر یو د چارو ادارې لوی رئیس، شیخ نورالحق انور، د مالیې وزیر، حاجي ملا محمد ناصر آخند، د کانونو او پټرولیم وزیر، الحاج ملا هدایت الله بدري او د افغانستان بانک رئیس، ملا نور احمد آغا ګډون کړی و.

د ناستې په پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت پر ځینو مهمو موضوعاتو او د ملي بس امارتی شرکت پر موضوع باندې بحث ترسره شو.

د غونډې په لړ کې د استراس، د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) او د ابن سینا فارمسي امارتي شرکتونو پر اړینو موضوعاتو مفصلې خبرې وشوې.

د ناستې په پای کې د افغان ملي بیمې، د مکروریانونو د ساتنې او څارنې، د هوټلونو، مرکزي سیلو او د صکوکو او ضرابخانې امارتي شرکتونو پر موضوعاتو د بحث سربېره، د ځینو موضوعاتو په اړه پرېکړې هم ترسره شوې.