د صکوکو مطبعې او ضرابخانې امارتي شرکت پېژندنه!
1. عمومي معلومات
• د شرکت نوم: د صکوکو مطبعې او ضرابخانې امارتی شرکت
• د جوړېدو کال: په ۱۳۲۹ لمریز کال په باغ شاهي ارګ کې جوړ شو، چې د امنیتي او غیر امنیتي ادارو په چوکاټ کې فعالیت کوي.
• د ملکیت نوعیت: 100 سلنه امارتي ملکیت
• د مرکزي دفتر پته: د سرای شمالي بادام باغ سړک، کابل ـ افغانستان
• د فعالیت ساحه: تولیدي
• قانوني جوړښت: امارتي شرکت
2. لید او ماموریت
لید:
د صکوکو مطبعې او ضرابخانی امارتي شرکت هڅه کوي چې خپل تولیدات پراخ، د تولید ظرفیت او کیفیت لوړ کړي او د معاصر ټکنالوژۍ په کارولو سره د چاپ صنعت ته وده ورکړي.
یاد شرکت په افغانستان کې د سالم رقابت په موخه فعالیت کوي، ترڅو د دولت ځان بسیاینې ته وده ورکړي او یو معیاري چاپي شرکت جوړ کړي.
ماموریت:
په معاصرې ټکنالوژۍ سره د تولیداتو او چاپي چوپړتیاوو پراختیا او د کیفیت په پام کې نیولو سره حک او ضرب ترسره کول، تر څو د تولیداتو لګښت کم او د پېرودونکو اطمینان ترلاسه شي.
همدارنګه د دولتي او خصوصي سکټورونو، د کورنیو او بهرنیو مؤسسو او حقیقي اشخاصو چاپي اړتیاوې پوره کول.