د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال تولید شوي شاوخوا (۷۷٬۵۵۵.۹۳) منه غنم د آزادې داوطلبۍ له لارې وپلوري.
هغه سوداګر، شرکتونه، مؤسسې او لېواله اشخاص چې د یادو غنمو د اخیستلو لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۰) لسو کاري ورځو پورې، خپل غوښتنلیک د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې آمریت ته وسپاري.
یادونه: غوښتونکي کولای شي د داوطلبۍ شرطپاڼه د خرڅلاو او بازارموندنې آمریت څخه ترلاسه او مطالعه کړي؛ همدارنګه د نافذه مقرراتو له مخې، (۵۰۰٬۰۰۰ پنځه سوه زره) افغانۍ موقت تضمین د بانکي تضمیناتو حساب له لارې سپارل کېږي.
پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سرخرود ولسوالۍ دوه سړکه ـ ننګرهار