د کندز سپین زر امارتي شرکت د غوړیو تولید لپاره خام مواد وپېرل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د کندز سپین زر امارتي شرکت د هېواد له کورنیو بازارونو څخه د غوړیو د تولید او پروسېس لپاره اړین خام مواد (زغر او چګت) پېرلي او د تولید فابریکې ته یې لېږدولي دي.
یاد شرکت دا مهال د زغرو او چګت د غوړیو په ګډون ۱۲ ډوله باکیفیته تولیدات برابروي، چې له پروسېس، تصفیې او معیاري بستهبندۍ وروسته د شرکت په پلورنځیو او د هېواد په بازارونو کې پېرودونکو ته وړاندې کېږي.
د یادونې وړ ده چې د خامو موادو پېرل او د تولیدي بهیر دوام د دې لامل کېږي چې د کورنیو تولیداتو کچه لوړه، د بازار اړتیاوې په ښه ډول پوره او هېوادوالو ته باکیفیته او معیاري محصولات وړاندې شي.