د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د کندز سپین زر امارتي شرکت مشرتابه د سپین زر سوداګریز او استوګنیز مرکز د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ
1405/4/24 00:00
Mumtaz خبرونه

د کندز سپین زر امارتي شرکت مشرتابه د سپین زر سوداګریز او استوګنیز مرکز د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د کندز سپین زر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، عبدالحفیظ فریاد، د پراختیا او سوداګرۍ رئیس، مولوي عبدالغفور شهیدزي او د مالي او اداري چارو رئیس، عبدالمبین صافي د سپین زر سوداګریز او استوګنیز مرکز د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي فریاد د لیدنې پر مهال د پروژې د لا ښه والي په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د کار د چټکتیا، کیفیت او د وزګارو کسانو، په ځانګړې توګه د راستنېدونکو ځوانانو لپاره په بېلابېلو برخو کې یې د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.

همدارنګه د کندز سپین زر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس زیاته کړه چې د کندز خلک معیاري مارکېټونو، پراخو هټیو او استوګنیزو ځایونو د کمښت له امله ښاري پراختیا او پرمختګ ته جدي اړتیا لري او باید هغوی ته د هوساینې، اقتصادي چوپړتیاوو او د ژوند لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي. 

د قراردادي شرکت مسؤولینو وویل چې دوی د پروژې د بشپړېدو او د کار د کیفیت لپاره د منظور شوي انجنیري پلان او نقشې له مخې شپه او ورځ هڅې کوي.

د یادونې وړ ده چې د کندز سپین زر امارتي شرکت د خپلو تولیدي فعالیتونو ترڅنګ اوس مهال په تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې ګڼ شمېر بنسټیزې پروژې طرحه او عملي کړي دي.