د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د اوبو رسولو چوپړتیاوو د پراختیا په موخه ناسته وشوه
1405/4/24 00:00
Mumtaz خبرونه

د اوبو رسولو چوپړتیاوو د پراختیا په موخه ناسته وشوه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام الرحمن کظیم او ورسره مل پلاوي، په مرکز او ولايتونو کې د اوبو رسولو خدمتونو پراختيا، د ښاري فاضلابو مديريت او د اوبو د بنسټيزو پروژو لپاره د مالي سرچينو برابرولو په موخه، د مالیي وزارت له وزیر، ملا محمد ناصر آخند سره خبرې وکړې.

د غونډې په پيل کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئيس، ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم د شرکت د فعاليتونو، لاسته راوړنو، بشپړو شويو پروژو، روانو پروژو، راتلونکو پراختيايي پلانونو او هغو پروژو په اړه چې تمويل ته اړتيا لري، هر اړخيز راپور وړاندې کړ.

ښاغلي کظیم، د هېواد د اوبو د سرچينو وضعيت هم تشريح کړ او ويې ويل چې اقليمي بدلونونه، پرله‌پسې وچکالۍ او د سطحي اوبو له سرچينو څخه د اغېزمنې ګټې اخيستنې محدوديتونه د اوبو رسولو خدمتونو د پراختيا پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.

همدارنګه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو اجرائیوي رئيس زياته کړه چې دغه اداره د هېواد ټولو ښاريانو ته د څښاک صحي اوبو د برابرولو لپاره ګڼ بنسټيز پروګرامونه او پروژې طرحه کړې دي، خو د مالي سرچينو کمښت او د کافي تمويل نشتوالي د دغو پروګرامونو د پلي کېدو بهير له ځنډ سره مخ کړی دی؛ نوموړي د ماليې وزارت له مشرتابه وغوښتل چې د ملي او نړيوالو تمويلوونکو، په ځانګړي ډول د اوبو په سکټور کې د فعالو بنسټونو سره د همکارۍ او همغږۍ د لا پياوړتيا په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.

ورپسې، د ماليې وزير، ملا محمد ناصر آخند، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مسؤولينو له هڅو او لاسته راوړنو څخه د مننې ترڅنګ ټينګار وکړ چې د څښاک صحي اوبو ته د خلکو لاسرسی د ټولنې له اساسي اړتياوو او د افغانستان اسلامي امارت له مهمو لومړيتوبونو څخه دی؛ ښاغلي ملا محمد ناصر آخند زياته کړه چې د اوبو او فاضلابو د بنسټيزو زېربناوو پراختيا د عامې روغتيا د ښه والي، اقتصادي ودې او د خلکو د هوساينې په برخه کې مهم رول لري.

همدارنګه د ماليې وزير ډاډ ورکړ چې دغه وزارت به د اوبو د بنسټيزو پروژو د مالي سرچينو د برابرولو په موخه له کورنيو او نړيوالو تمويلوونکو بنسټونو سره اړينې همغږۍ ترسره کړي او هڅه به وکړي چې د پراختيايي همکارانو، په ځانګړي ډول د نړيوال بانک (World Bank)، د اسيا پراختيايي بانک (Asian Development Bank – ADB)، د اسلامي پراختيايي بانک (Islamic Development Bank – IsDB) او د اوبو په سکټور کې د نورو فعالو نړيوالو بنسټونو ملاتړ راجلب کړي، ترڅو د هېواد په کچه د اوبو رسولو او فاضلابو د مديريت بنسټيزې پروژې له اړين مالي ملاتړ څخه برخمنې شي او د دې برخې ستونزې په اغېزمنه توګه راکمې شي.

د غونډې په پای کې دواړو لوریو د ماليې وزارت او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ترمنځ د ګډو همغږيو پر دوام، د معياري طرحو پر چمتو کولو، د پانګونې پر جلبولو او د تمويلوونکو بنسټونو د همکاريو له فرصتونو څخه پر اغېزمنې ګټې اخيستنې ټينګار وکړ او د څښاک صحي اوبو د خدمتونو پراختيا يې د هېواد له اساسي لومړيتوبونو څخه وبلله.