د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د خپل ریاست په ودانۍ کې د شرطپاڼې له شرایطو سره سم د ۲۱ کیلوواټه لمریزې برېښنا (سولر) سیستم فعال او نصب کړي.
له همدې امله، هغه کورني او بهرني اشخاص او شرکتونه چې په داوطلبۍ کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا له خپرېدو وروسته تر ۱۰ ورځو پورې، د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابولو مدیریت ته مراجعه وکړي.
یادونه: غوښتونکي شرطپاڼه ترلاسه کولای شي؛ تضمینات او تأمینات اخیستل کېږي.
پته: د بلخ د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت، مزارشریف ښار - بلخ
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو او برېښنالیک پتې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۸۷۴۶۰۰۴۳ - ۰۵۰۲۰۰۴۲۹۰
Genpressbalkh@gmail.com