د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ننګرهار واټ ترانسپورټ د تنظیم ریاست لپاره د ښاري ترمینلونو د ځمکو د لېږد چارې بشپړې شوې
1405/4/25 00:00
Mumtaz خبرونه

د ننګرهار واټ ترانسپورټ د تنظیم ریاست لپاره د ښاري ترمینلونو د ځمکو د لېږد چارې بشپړې شوې

د امارتي شرکتونو لوی رياست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت څخه د ننګرهار واټ ترانسپورټ د تنظیم ریاست ته د معیاري ښاري ترمینلونو د جوړولو په موخه د دوو مناسبو ځمکو د لېږد چارو د بشپړېدلو په موخه د ننګرهار وداي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، سید محمد نعیم محمدي په مشرۍ د ننګرهار واټ ترانسپورټ د تنظیم رئیس، ملا انعام الله انعام، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، مولوي ذبیح الله نوراني په شتون کې ناسته ترسره شوه.

په یاده ناسته کې مسؤولینو د پروژې پر ارزښت خبرې وکړې او د معیاري ښاري ترمینلونو جوړول یې د ترانسپورټي خدمتونو د ښه والي، د ښاري نظم د پیاوړتیا او د عامه اسانتیاوو د پراختیا په برخه کې مهم ګام وباله؛ له دغو ساحو څخه یوه د جلال‌ آباد ښار د حلقوي سړک ترڅنګ د سیاسنګ څلورلارې په سیمه او بله د مولوي محمد یونس خالص فامیلیو اړوند د ټوېل څلورلارې ته نږدې موقعیت لري.

همدارنګه د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت اړوند ځنګل باغ ساحه کې د شاوخوا ۲۶ جریبه ځمکې د قرارداد اسناد چې د کابل موټرو هډه پرې جوړېږي، په رسمي ډول د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت اجرائيوي رئيس له لوري د ننګرهار واټ ترانسپورټ د تنظیم ریاست ته وسپارل شوه.

همداراز ټاکل شوې ده، چې د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لوري په دې ساحه کې د ۲۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو معیاري، عصري او مجهز مسافربري ترمینل هم جوړ شي.

د یادونې وړ ده چې د یادو پروژو په عملي کېدو سره به د جلال آباد ښار ترانسپورټي نظم لا پیاوړی، د ترافیکي ګڼې‌ ګوڼې کچه راکمه، مسافرو او موټر چلوونکو ته به معیاري او خوندي چوپړتیاوې برابر شي.