د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت خپل (۹) بابه درملتونونه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، د نافذه قوانینو په رڼا کې د آفر په تړلې بڼې سره په اجاره ورکوي.
۱- فراه ولایت، د ولایتي روغتون ترڅنګ (۲مه) شمېره امارتي درملتون
۲- فراه ولایت، د قلعه کاه ولسوالۍ (۳مه) شمېره امارتي درملتون
۳- سمنګان ولایت، د رسته قیشلاق (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون
۴- سمنګان ولایت، د عمومي چوک (۲مه) شمېره امارتي درملتون
۵- سمنګان ولایت، د رسته ګل فروشي (۳مه) شمېره امارتي درملتون
۶- ننګرهار ولایت، د ګردې روغتون (۴مه) شمېره امارتي درملتون
۷- ننګرهار ولایت، د غني خېلو ولسوالۍ روغتون (۸مه) شمېره امارتي درملتون
۸- ننګرهار ولایت، د کامې ولسوالۍ روغتون (۹مه) شمېره امارتي درملتون
۹- هرات ولایت، د شیدايي ولسوالۍ کلینیک (۳مه) شمېره امارتي درملتون
ټول حقیقي، حکمي اشخاص او سهم لرونکي شرکتونه چې د یادو امارتي درملتونونو په اجاره نیولو لېوالتیا لري، کولای شي یاده شرطپاڼه د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د سوداګریزو چارو ریاست د خرڅلاو له آمریت څخه ترلاسه کړي.
د درملتونونو د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۵/۳ نېټې، سه شنبې ورځ د سهار ۹:۰۰ بجې د یاد امارتي شرکت په ودانۍ کې جوړېږي.
یادونه: تضمین د شرطپانې له مقرراتو او مادو سره سم اخیستل کېږي.
پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دوشمشېره ـ کابل