د انټرکانټیننټال او مخابراتو وزارت ترمنځ د همکاریو د پراختیا هوکړه وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د انټرکانټیننټال هوټل امارتي شرکت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ترمنځ د همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو موخه د دواړو لوریو ترمنځ د همکاریو پراخول، د چوپړتیاوو د کیفیت لوړول، له شته ظرفیتونو څخه غوره ګټه اخیستنه او د دواړو ادارو د کارکوونکو او مراجعینو لپاره د اغېزمنو اسانتیاوو برابرول دي.
د یادونې وړ ده چې انټرکانټیننټال هوټل امارتي شرکت له دې وړاندې د روشن مخابراتي شرکت سره هم د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی و.