د افغانستان د پلازمېنې کابل ځانګړی البوم!
د افغانستان د پلازمېنې کابل ځانګړی البوم!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان تور امارتي شرکت په پام کې لري چې په نږدې راتلونکې کې د کابل ښار د تاریخي او سیاحتي جاذبو د پېژندنې په موخه یو ځانګړی انځوریز البوم چاپ او خپور کړي.
په دغه البوم کې به د زړه راښکونکو طبیعي منظرو، رنګینو آبدو، تاریخي سیمو لکه: باغ بابر، شاه دوشمشېره... او د کابل ولایت اوسېدونکو د ښاري ژوند ښکلي انځورونه ځای پر ځای شي، ترڅو د هېواد د فرهنګ او ګرځندوی ارزښتونو د پېژندنې او ترویج لپاره یو ارزښتمن اثر وړاندې شي.