د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت د رهبرۍ هیئت غونډه ترسره شوه
1404/11/15 00:00
Mumtaz خبرونه
د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت د رهبرۍ هیئت غونډه ترسره شوه نېټه: چهارشنبه/ ۱۶ / شعبان المعظم/ ۱۴۴۷ هـ ق د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت د رهبرۍ هيئت غونډه، د رهبرۍ د غړو او د سوداګریزو، تخنیکي، مالي او اداري چارو آمرینو په شتون کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د روانو چارو ارزونې، کیفیت لوړولو، د پروژو چټک تطبیق او د یادو برخو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا په اړه مفصل بحث ترسره شو. د غونډې په ترڅ کې د سوداګریزو، تخنیکي، مالي او اداري چارو راپورونه وړاندې شول، د شته ستونزو عملي حل لارې وڅېړل شوې او همدارنګه د پروژو د ژر ترسراوي او پوره همغږۍ لرلو باندې ټینګار وشو. د غونډې په پای کې، د رهبرۍ هیئت لازمې سپارښتنې وړاندې کړې او له ټولو برخو غوښتنه وشوه چې راتلونکې غونډې ته د خپلو چارو د پرمختګ راپورونه وړاندې کړي.