د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د برېښنا درېګونو تولیدي فابریکو کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې
1405/4/27 00:00
Mumtaz خبرونه

د برېښنا درېګونو تولیدي فابریکو کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د ام.ارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت ځايي تخنیکي کارکوونکو په نغلو، سروبي او ماهیپر د برېښنا تولید فابریکو کې د خوندیتوب په موخه لسګونه تخنیکي برخو کې د اړتیا وړ تجهیزات نوي کړل. 

د یادو تجهیزاتو نوي کولو او بیا رغونې سره د لوړو لګښتونو د مخنیوي سربېره د برېښنا تولید هم نه دی ټکنی شوی. 

د تجهیزاتو بیا رغونې او نوي کولو دا بهیر په دوامداره ډول د تخنیکي کارکوونکو له لوري پر مخ روان دی، چې د لوړو لګښتونو مخنیوی شوی دی. 

یادو تولیدي فابریکو کې په منځنۍ کچه اوس مهال په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ مېګاواټ ساعته برېښنا تولیدیږي، چې د عمومي سیستم له لارې شبکو کې پېرودونکو ته وېشل کیږي.