د افغان نړیوال پوهنتون د ماسټرۍ دورې محصلینو له مرکزي سیلو څخه علمي لیدنه وکړه
د افغان نړیوال پوهنتون د ماسټرۍ دورې یو شمېر زدکړیالانو د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت څخه علمي او روزنیزه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې، د مرکزي سیلو امارتي شرکت مسؤولینو د علمي پلاوي او زدکړیالانو هرکلی وکړ او هغوی ته یې د یاد امارتي شرکت د مخینې، تشکیلاتي جوړښت، تولیدي فعالیتونو، د غلو دانو د زېرمه کولو ظرفیتونو، د اوړو، ډوډۍ او نورو تولیداتو د تولید بهیر او د شرکت د پراختیایي پروګرامونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د مرکزي سیلو امارتي شرکت مسؤولینو د پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو له مرکزونو سره د علمي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا ډول پروګرامونه د پوهې د تبادلې، د علمي ظرفیتونو د لوړولو او د هېواد له عملي او تولیدي چاپېریال سره د محصلینو د بلدتیا لپاره اغېزمن فرصتونه برابروي.