د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته سفر وکړ
1405/4/28 00:00
Mumtaz خبرونه

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي عبدالرازق رفېع د پنځلس ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د هېواد شمالي او شمال ختیځو ولایتونو د ارزاقو له مدیریتونو څخه لیدنه وکړه.

د دغه سفر موخه د بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنګان او بغلان ولایتونو د ارزاقو مدیریتونو د اداري چارو، بنسټیزو پروژو د تطبیق، د اړوندو جایدادونو د وضعیت ارزونه او د ستونزو لرې کول په ګوته شوي دي.

د سفر پر مهال ښاغلي رفېع د یادو مدیریتونو مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د اداري چارو د لا ښه والي، د بنسټیزو پروژو د ښه تطبیق او د شرکت د جایدادونو د ساتنې او مراقبت برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د ارزاقو مدیرانو هم، اجرائیوي رئیس ته د خپلو اړوندو ولایتونو د بنسټیزو پروژو د تطبیق، د املاکو، اداري چارو او روانو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د چارو د لا ښه والي په موخه یې خپل وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.

د یادونې وړ ده چې مولوي عبدالرازق رفېع په یادو ولایتونو کې د پوهنتونونو، عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو او پوهنې ریاستونو له مسؤولینو سره د خوراکي توکو د لېږد او اکمالاتو د لا ښې همغږۍ په موخه ځانګړې ناستې ترسره کړې او د متقابلو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.