د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/4/28 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت په پام کې لري، ترڅو د خپل شرکت په انګړ کې موجوده درې پوړیزه ودانۍ، چې ۲۸.۸ متره اوږدوالی، ۱۰.۸ متره پلنوالی او ۱۱ متره لوړوالی لري او همدارنګه یوه آغیل (طویله) چې ۸×۳ متره او ۱۹×۳ متره بعودونه لري، تخریب کړي.

هغه شرکتونه، مؤسسې او انفرادي اشخاص چې د یادو توکو د تخریب کولو لېوالتیا ولري، کولای شي د خبرتیا له خپرېدو وروسته تر ۶ کاري ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري.

یادونه: غوښتونکي دې شرطپاڼه وګوري او تضمین په نغدي توګه اخیستل کېږي.

پته: د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت، د مکروریانونو څلورلارې ـ کابل