د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت خپل (۱۲) بابه درملتونونه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، د نافذه قوانینو په رڼا کې د تړلي آفر په بڼه، په اجاره ورکوي.
۱- لوګر ولایت، د برکي برک ولسوالۍ روغتون (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون
۲- لغمان ولایت، د ولایتي روغتون (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون
۳- پروان ولایت، د ولایتي روغتون ترڅنګ (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون
۴- غور ولایت، د ولایتي روغتون (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون
۵- کابل ولایت، د ۱۷مې ناحیې، سر کوتل (۳۲مه) شمېره امارتي درملتون
۶- کابل ولایت، د قره باغ ولسوالۍ (۳۷مه) شمېره امارتي درملتون
۷- بامیان ولایت، د سیغان ولسوالۍ (۲مه) شمېره امارتي درملتون
۸- بلخ ولایت، د بلخ روغتون ته څېرمه (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون
۹- بلخ ولایت، د کارته صلح (۳مه) شمېره امارتي درملتون
۱۰- بلخ ولایت، د کج ګذر، سجادیه (۵مه) شمېره امارتي درملتون
۱۱- بلخ ولایت، د بلخ ولسوالۍ (۶مه) شمېره امارتي درملتون
۱۲- بلخ ولایت، د شرشرې بازار (۷مه) شمېره امارتي درملتون
هغه حقیقي، حکمي او سهم لرونکي شرکتونه چې د یادو امارتي درملتونونو د اجارې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي چې اړونده شرطپاڼه د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، د سوداګریزو چارو ریاست د خرڅلاو له آمریت څخه ترلاسه کړي.
د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۵/۰۴ نېټې، یکشنبه ورځ، د سهار پر ۹:۰۰ بجو، د یاد امارتي شرکت په ودانۍ کې جوړېږي.
یادونه: د بلخ ولایت ځینې درملتونونه په شخصي سیمو کې فعالیت لري، چې په داوطلبۍ کې یې یوازې امتیاز په اجاره ورکول کېږي؛ تضمین د شرطپاڼې د مادو او مقرراتو پر اساس اخیستل کېږي.
پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دوشمشېره ـ کابل