د ارزاقو امارتي شرکت علي آباد او ستوماتولوژي تدریسي روغتونونو ته خوراکي توکي ولېږدول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې د کابل ابو علي ابنسینا د طبي زده کړو پوهنتون اړوند عليآباد او ستوماتولوژي تدریسي روغتونونو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول.
د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق آمر وویل، چې د تېرې اونۍ په وروستیو کې د شرکت له ګدامونو څخه عليآباد تدریسي روغتون ته نهه قلمه او د ستوماتولوژي تدریسي روغتون ته لس قلمه خوراکي توکي لېږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دغو توکو کې وریجې، غوړي، لوبیا، نخود، بوره، شین چای او نور لومړني خوراکي توکي شامل دي، چې د روغتونونو د غوښتنې او د اړتیاوو د پوره کولو په موخه چمتو او ولېږدول شول.