کندهار کې د ۲۰ کیلوولټ مرکزي شبکې د اصلاح او پیاوړتیا چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د کندهار برېښنا ریاست عملیاتي کارکوونکو د ښار او ساحوي برخو اړوند منځني ولټاژ ۲۰ کېلوولټ برېښنا لېږد شبکې چارې ۸۰ سلنه بشپړې کړي دي.
د یادو چارو بشپړېدو سره به د زرګونو پېرودونکو برېښنا پیاوړتیا او ولټاژ ثبات سربېره د برېښنا تخنیکي ضایعاتو مخنیوی هم وشي.
د افغانستان برېښنا شرکت د ټول هېواد په کچه د پخوانیو زیانمنو او زړو شبکو نوي کولو چارې له ټاکلي اصلاحاتي عملیاتي پلان سره سمې پر مخ وړي.