د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مشرتابه د اوبو او انرژۍ له وزیر سره ولیدل
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلامالرحمن کظیم د اوبو او انرژۍ له وزیر، ملا محمد یونس آخندزاده سره د کابل ښار د اوبو رسولو مهمو پروګرامونو، ستراتیژیکو پروژو او د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اوبو رسولو مهمو پروژو، په ځانګړې توګه کابل ښار ته د پنجشېر له سیند څخه د اوبو د لېږد پروژې، د شاهتوت او شاه او عروس بندونو پروژو او همدارنګه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او د اوبو او انرژۍ وزارت ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلامالرحمن کظیم د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د کابل ښار د اوسېدونکو، د اوبو اړتیا ته په اشارې سره وویل، د ځمکې لاندې د اوبو د سطحې د ټیټېدو له امله شرکت د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د خپلو شبکو د پراختیا لپاره د اوبو لا ډېرو سرچینو ته اړتیا لري.
ورپسې د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا محمد یونس آخندزاده د یادو پروژو د پرمختګ په اړه تر خبرو وروسته زیاته کړه چې د پنجشېر د اوبو لېږد پروژې د ډیزاین د ارزونې لپاره یو تخنیکي کمېټه ټاکل شوې، څو د پروژې د مطالعاتو، ډیزاین او راتلونکو پړاوونو اړوند موضوعات په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.
همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزیر د شاهتوت بند پروژې په اړه څرګنده کړه چې د دې پروژې لومړني پړاوونه بشپړ شوي او ټاکل شوې د روان کال تر پایه یې عملي چارې پیل شي. نوموړي زیاته کړه، ډېر ژر به د شاه او عروس بند ټاکل شوې اندازه اوبه هم د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت په واک کې ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د کابل ښار د اوبو رسولو خصوصي شرکتونو د شبکو د تنظیم څرنګوالي په اړه هم خبرې ترسره شوې.