له ډیزل جنراتورونو د ګټې اخېستنې او ساتنې روزنیز پروګرام پیل شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي ریاست په چوکاټ کې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ملاتړ، د ډیزل جنراتورونو د کارونې، ګټې اخیستنې او ساتنې روزنیز پروګرام پیل شو.
ددغه پروګرام موخه د ډیزل جنراتورونو د چلونې، ساتنې او تخنیکي ازموینو برخه کې د کارکوونکو تخنیکي پوهې او مهارتونو لوړول دي.
دې پنځه ورځني روزنیز پروګرام کې د ډیزل جنراتورونو د مدیریت، د ترهخېلو حرارتي دستګاه آمریت او د افغانستان برېښنا شرکت د روزنیز مرکز ۱۲ تنه کارکوونکي ګډون کړی، چې د روان کال د زمري میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چې د پروګرام له پای ته رسېدو وروسته به ګډونوال خپلې زده کړې د افغانستان برېښنا شرکت ولایتي واحدونو اړوندو کارکوونکو ته هم ولېږدوي.