د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی رياست د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د ۱۴۰۵ مالي کال د تدارکاتي پلان له مخې، په پام کې لري چې د کرنیزو اجناسو او افزارو د تدارک او برابرولو تړون، چې تشخیصیه شمېره یې (NVAEC/1405/NCB/G-2142) ده، د آزادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپاري.
هغه پر شرايطو برابر شرکتونو او مؤسسې چې د یاد تړون په داوطلبۍ کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) کاري ورځو پورې د شرطپاڼې او د آفر ترلاسه کولو لپاره خپل رسمي غوښتنلیک د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د تدارکاتو لوی مدیریت ته وسپاري.
یادونه: ناوخته رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سرخرود ولسوالۍ دوه سړکه ـ ننګرهار