د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د آريانا افغان هوايي شرکت د اجرائيوي پلاوي غونډه ترسره شوه
1405/4/29 00:00
Mumtaz خبرونه

د آريانا افغان هوايي شرکت د اجرائيوي پلاوي غونډه ترسره شوه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آريانا افغان هوايي شرکت د پراختيايي پاليسيو د پياوړتيا په لړ کې، د ياد شرکت د اجرائیوي پلاوي نوبتي غونډه ددغه شرکت د رئیس، ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د عملياتي، تخنيکي او تجارتي برخو د لا ښه والي په موخه پر يوشمېر مهمو موضوعاتو هر اړخيز بحثونه وشول.

په ياده ناسته کې د آريانا افغان هوايي شرکت د روانو چارو د ارزونې ترڅنګ د دوامدارې همغږۍ، د الوتنو د خونديتوب کچې لوړولو، د مسافربري او کارګو خدمتونو د معياري کولو، د عملياتي بهيرونو د چټکتيا، د تخنيکي ظرفيتونو د پياوړتيا او د اصلاحاتي تګلارو د عملي کولو په تړاو خبرې وشوې او لازم تصاميم ونيول شول‌.

د يادونې وړ ده، چې د آريانا افغان هوايي شرکت د خپلو دوامداره پراختيايي ناستو له لارې هڅه کوي، چې د هېواد د ملي هوايي شرکت په توګه د خلکو د باور کچه پياوړې کړي او د سيمې او نړۍ په کچه خپل مقام نور هم لوړ کړي.