د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې ناسته ترسره شوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس، مولوي عبدالرازق رفېع په مشرۍ د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته د یاد امارتي شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د سوداګریزو چارو د پراختیا رئیس، مولوي سید نیک محمد معتصم، د شرکت د حقوقي او سوداګریزو چارو سلاکارانو، د تدارکاتو، املاکو، سوداګریزو چارو پراختیا، مالي چارو، د پروژو د تطبیق او د کارکوونکو چارو آمرینو ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې د شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي عبدالرازق رفېع د هېواد شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل رسمي سفر مفصل راپور وړاندې کړ او د یاد سفر لاسته راوړنې د شرکت لپاره مهمې او ګټورې وبللې.
ورپسې د تېرې ناستې د پرېکړو او ترسره شویو فعالیتونو تر ارزونې وروسته د غوره فعالیتونو پر څرنګوالي هر اړخیز بحثونه ترسره شول.
د ناستې په پای کې هغه موضوعات چې د شرکت د فعالیتونو، خدمتونو او کاري بهیر د لا پراختیا لپاره مهم وو، د اجرائیوي کمېټې له لوري د تائید وړ وګرځېدل او د مطرح شویو متفرقه موضوعاتو په اړه هم لازمې پرېکړې او سپارښتنې وشوې.