د ارزاقو امارتي شرکت د خرڅلاو زنځیري مغازې بیا فعالوي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د خپلو خرڅلاو زنځیري مغازو فعالیت بېرته پیل کړي، ترڅو هېوادوالو ته د اړتیا وړ توکي په مناسبو بیو برابر او د شرکت سوداګریز فعالیتونه نور هم پیاوړي کړي.
د یاد امارتي شرکت د سوداګریزو چارو د پراختیا رئیس، مولوي سید نیک محمد معتصم وویل، چې په لومړي پړاو کې به د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د خرڅلاو زنځیري مغازې بیا فعالې شي، چې په فعالیت سره به یې د بازار د نرخونو په کنټرول، د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو او د شرکت د عوایدو په زیاتوالي کې اغېزناک رول ولوبول شي.
ښاغلي معتصم زیاته کړه، چې د دې پروسې عملي چارې پیل شوي او دا مهال د شرکت د مرکزي ودانۍ مخې ته د یوې نوې مغازې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او هېوادوالو ته به د لومړنیو خوراکي توکو چوپړتیاوې وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د خرڅلاو زنځیري مغازو بیا فعالېدل به نه یوازې د ارزاقو امارتي شرکت د عوایدو په زیاتوالي کې مرسته وکړي، بلکې په بازارونو کې به د بیو د ثبات او کنټرول، د سالمې سیالۍ د رامنځته کېدو، د کاري فرصتونو د برابرېدو او د هېواد د سوداګرۍ د ودې لپاره هم یو مهم اغېزناک ګام ثابت شي.