د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/4/30 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت په پام کې لري، چې د سلام شبکې د اړتیا وړ د E-SIM (برېښنايي سیمکارت) چوپړتیاوو د فعالولو پروژه، چې تشخیصیه شمېره یې (RE–BID/AFTEL/1405/NCS-001/NCB)ده، د داوطلبۍ له لارې اعلان ته وسپاري.

له همدې امله، ټولو پر شرایطو برابرو اشخاصو ته بلنه ورکول کېږي چې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست، د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وېب پاڼو څخه ترلاسه کړي؛ خپل آفرونه د شرطپاڼه د عقودو قانون او د افغان ټېلې کام امارتي شرکت د تدارکاتي مراحلو له شرایطو سره سم، په تړلي بڼه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۰۵/۱۹ نېټې، دوشنبې ورځې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې وسپاري.

یادونه: د داوطلبۍ غونډه د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره کېږي؛ د آفر تضمین د تطبیق وړ نه دی، همدارنګه ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

پته: د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت، محمد جان خان واټ ـ کابل

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۱۰۹۱۸۴