د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت په پام کې لري چې خپل د چاپ آفسټ ډیجیټل پروژه چې تشخیصیه شمېره (AFTEL/1405/G-17/NCB) ده، د آزادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته وسپاري.
غوښتونکي کولای شي چې د یادې پروژې اسنادونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له (www.mcit.gov.af) وېبپاڼې او د ملي تدارکاتو (AGEOPS.AF) وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي.
د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۵/۱۹ نېټې، د دوشنبې ورځ د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت د کنفرانسونو خونه کې ترسره کېږي.
پته: د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت، محمد جان خان واټ ـ کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۱۰۹۱۸۴