خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان نفت او ګاز شرکت د بازار د ثبات، پر هېوادوالو د اقتصادي فشار کمولو او د خصوصي سکټور ملاتړ په موخه، د حیرتان نفت او ګاز حوزوي ریاست له لارې په حیرتان بندر کې د پټرولو عرضه هر ټن په ۱۴۵۰ امریکايي ډالرو پیلوي.
له همدې امله، د تېلو له ټولو ټانک لرونکو څخه غوښتنه کېږي، چې د خپل پمپ د اصلي جواز په لرلو سره د حیرتان نفت او ګاز حوزوي ریاست ته مراجعه وکړي او د اړتیا وړ پټرول ترلاسه کړي.
یادونه: د پټرولو وېش د سهار له ۹:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو پورې ترسره کېږي.