د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د استراس امارتي شرکت له لوري د فاریاب ولایت په آقینې بندر کې د دوو سرپټو هنګرونو د جوړولو چارې پیل شوې، چې ورسره به د بندري زیربناوو د پراختیا او د مالونو او تجهیزاتو د خوندي ساتنې سربېره، نورې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
په آقینې بندر کې د دوو سرپټو هنګرونو د جوړولو چارې پیل شوې
نېټه: چهارشنبه / ۱۶ / شعبان المعظم / ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د استراس امارتي شرکت له لوري د فاریاب ولایت په آقینې بندر کې د دوو سرپټو هنګرونو د جوړولو چارې پیل شوې، چې ورسره به د بندري زیربناوو د پراختیا او د مالونو او تجهیزاتو د خوندي ساتنې سربېره، نورې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
په دغو مراسمو کې د آقینې بندر رئیس، ملا محمد سالم میوندي؛ د دفتر آمر، مولوي علي جان عمري او د کارکوونکو چارو آمر، مولوي شفیع الله مبشر ګډون کړی و.
دغه هنګرونه چې هر یو یې ۵۳۳ متر مربع مساحت او ۵ متره لوړوالی لري، له ساختماني او حرفوي معیارونو سره سم ډیزاین شوي چې ډېر ژر به جوړ شي.
د دغې پروژې د تطبیق پر مهال به ټولو تخنیکي اصولو او امنیتي معیارونو ته په بشپړه توګه پاملرنه وشي، چې د عصري اطفائیوي سیستم او د امنیتي کمرو په سیستم به سمبال وي.
د یادونې وړده چې دغه هنګرونه د بندر د اړتیا مطابق لپاره جوړېږي، چې په اړوندو چارو کې به د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.