د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/4/31 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افسوټر امارتي شرکت په پام کې لري، چې د کابل ـ پروان سړک، سرای شمالي سیمه کې خپل ملکیت (۱۱۱.۵) مترمربع مساحت لرونکی حمام د داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي.

له همدې امله، ټول هغه وړ اشخاص چې د یاد ملکیت په کرایې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا له خپرېدو وروسته تر ۱۶ کاري ورځو پورې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو په موخه، د افسوټر امارتي شرکت د سوداګریز چارو ریاست ته مراجعه وکړي.

یادونه: د داوطلبۍ غونډه به د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د غوښتونکو په حضور کې ترسره کېږي او همدارنګه تضمین په نغدي ډول اخیستل کېږي.

پته: د افسوټر امارتي شرکت، لسمه ناحیه، د ګلفروشۍ کوڅه، نوی ښار ـ کابل