د مزایدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت په پام کې لري ترڅو د لومړي مکروریان د کوچنۍ خبازۍ ودانۍ خپل ملکیت چې (۲۱۷.۹۵) متره مربع مساحت لري، د درېیو کلونو لپاره په میاشتني ډول د (۸۴٬۰۰۰ څلور اتیا زره) افغانیو په بدل کې د عزیزي بانک ادارې ته په اجاره ورکړي.
ټول هغه اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او د خصوصي سکټورونه چې غواړي یاد ملکیت له ټاکل شوې بیې څخه په لوړه بیه په کرایه ونیسي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴ کاري ورځو پورې د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته وسپاري.
غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه کړي او خپله دې د ۱۴۰۵/۰۵/۱۳ نېټې، د سه شنبې ورځ د داوطلبۍ په غونډه کې حاضر اوسي.
یادونه: تضمین ( ۲۵۰۰۰۰، دوه سوه پنخوس زره) افغانۍ په نغدي توګه اخیستل کېږي.
پته: د مرکزي سیلوامارتي شرکت، درېیمه ناحیه ـ کابل