د مزایدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت په پام کې لري ترڅو دوه جریبه ځمکه د وسایطو د تمځای ساحه خپل ملکیت، د درېیو کلونو لپاره په میاشتني ډول د (۵۵٬۶۰۰ پنځه پنځوس زره او شپږ سوه) افغانیو په بدل کې د برادران زمان فیاض ترانزیټي او بارچالاني نړیوال شرکت ته په کرایه ورکړي.
ټول هغه اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او خصوصي سکټورونه چې غواړي یاد ملکیت له ټاکل شوې بیې څخه په لوړه بیه په کرایه ونیسي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۱ کاري ورځو پورې د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته وسپاري.
غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه کړي او خپله دې د ۱۴۰۵/۰۵/۱۲نېټې د دوشنبې ورځ د داوطلبۍ په غونډه کې حاضر اوسي.
یادونه: تضمین (۱۶۷۰۰۰، یو لک او اووه شپېته زره) افغانۍ په نغدي توګه اخیستل کېږي.
پته: د مرکزي سیلوامارتي شرکت، درېیمه ناحیه ـ کابل